Category Uncategorized

په ملي او نړیواله کچه د قانون د حاکمیت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په شپږمه کمېټه کې د افغانستان وینا

محترم سفیر نصیر احمد فایق د طالبانو له خوا د حقوقي او قضايي تضمینونو له منځه وړلو ته په اشارې، د ملګرو ملتونو په ملاتړ او اسانتیا برابرولو سره، د افغانانو په مشرۍ د یوه سیاسي بهیر له لارې د مشروع او ځواب‌ویونکې حکومتولۍ غوښتنه وکړه. نوموړي د حساب ورکونې د میکانیزمونو پر پیاوړتیا، عدالت ته پر برابر لاسرسي او د نړیوالو حقوقو پر یو شان او دوامدار رعایت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې پر خاوره کنټرول مشروعیت نه ورکوي.

د بشري حقونو د ودې او ساتنې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په درېیمه کمېټه کې د محترم نصیر احمد فایق وینا — د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۷مه

محترم سفیر نصیر احمد فایق د طالبانو بنسټیز شوی تبعیض او ځپنه وغندله او د ټولو افغانانو د حقونو د ساتنې لپاره یې د نړیوالې ټولنې د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه. نوموړي د جرمونو د نړیوالې محکمې د وروستي اقدام هرکلی وکړ، د حساب ورکونې پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې تعامل باید د بشري حقونو په وضعیت کې له تایید وړ ښه‌والي سره مشروط وي او د افغانانو په مشرۍ له یوه ټول‌شموله سیاسي بهیر څخه ملاتړ وکړي.