Call: +1 212-972-1212 Open Hours: Mon-Friday 9:00 am-6:00 pm
د ښاغلي نصیر احمد فایق، د افغانستان دایمي استازولۍ شارژدافیر، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو عمومي غونډه، نیویارک
۷ جولای ۲۰۲۵
ښاغلی رئیس،
ستاسو څخه مننه کوم چې د افغانستان د وضعیت په اړه دا مهمه غونډه مو راوبلله او د دې اجندا لاندې د پرېکړه لیک تصویب مو وکړ. اجازه راکړئ، د آلمان له حکومت څخه د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د اصولي او دوامداره تعامل له امله، او همداراز د دې هېواد له دایمي استازولۍ څخه په نیویارک کې د دې پرېکړه لیک د دودیز تسهیل کوونکي په توګه د کلونو راهیسې د مشرتابه او ژمنو هڅو له امله ژوره مننه وکړم.
موږ له سفیرې میرمن انتیه لندرتسه، سلاکار ماتیا فوس او د دوی له ټیم څخه د هراړخیزو او شفافو خبرو اترو د بهیر د پرمخ وړلو له امله صمیمانه مننه کوو. همداراز له ټولو غړو هېوادونو مننه کوو چې رغنده ګډون یې کړی او د دې پرېکړه لیک په ملاتړ او همباني کېدو سره یې له افغان ولس سره خپل یووالی څرګند کړی دی.
ښاغلی رئیس،
افغانستان په یوه تاریخي پړاو کې قرار لري. له اګست ۲۰۲۱ راهیسې، هېواد په ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او بشري حقونو برخو کې د اندېښنې وړ شاتګ تجربه کړی دی. نږدې څلور کلنه طالباني واکمني افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو بشري او بشري حقونو بحرانونو سره مخ کړې ده؛ لکه څنګه چې دا موضوع د سرمنشي او د افغانستان د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په راپورونو کې پراخه اسناد لري.
طالبان لا هم د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې نه مني او ردوي.
د طالبانو پالیسۍ استبدادي واکمنۍ ته وده ورکړې او سیستماتیک تبعیض یې بنسټیز کړی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې. روښانه بېلګې یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تصویب، د طبي زده کړو موسسو بندیز، په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز او د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته ګواښونه دي.
افغانستان لا هم یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې په رسمي ډول له ثانوي او لوړو زده کړو محرومې دي. دا پالیسي چې اوس څلور پرله پسې تعلیمي کاله پلي کېږي، نه یوازې د بشري حقونو جدي نقض دی، بلکې یوه ستراتیژیکه فاجعه ده چې د هېواد سولې، هوساینې او راتلونکي ته زیان رسوي.
له همدې امله، موږ د پرېکړه لیک پر بشري حقونو، ښه حکومتولۍ او د قانون حاکمیت ټینګار ته هرکلی وایو. موږ د طالبانو د هغو پالیسیو د لغوه کولو لپاره د عاجلې غوښتنې بشپړ ملاتړ کوو چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض او جنسیتي اپارتاید بنسټ ږدي.
موږ یو ځل بیا د نړیوالو څارونکو او حساب ورکونې میکانیزمونو پیاوړتیا غواړو، چې پکې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) بشپړ تطبیق، د نړیوال جزایي محکمې فعالول او په ځانګړي ډول د جنسیتي اپارتاید د نړیوال جرم په توګه پېژندنه او جرم ګڼل شامل دي.
ښاغلی رئیس،
پرېکړه لیک په سمه توګه ټینګار کوي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله هراړخیز، استازی او مشارکتي حکومت ته اړتیا لري. موږ په کلکه د داسې سیاسي بهیر د پیل غوښتنه کوو چې د افغانانو ترمنځ د رښتیني خبرو اترو پر بنسټ وي او د ټولو افغانانو—ښځو، ځوانانو، لږکیو او مدني ټولنې—آرمانونه پکې منعکس وي .طالبان یوه ډله ده چې که وغواړي، کولای شي د افغانستان د بحران د حل برخه وي، خو هېڅکله نشي کولای یوازینی حل وي. هغوی نه د افغانستان د خلکو او کلتور استازیتوب کوي او نه یې پالیسۍ د اسلامي ارزښتونو انعکاس دی.
موږ د سرمنشي له خوا د یو همغږي کوونکي د ټاکلو د هڅونې هرکلی کوو، څو یو منسجم، همغږی او جوړښتي نړیوال چلند رامنځته کړي او د خپلواکې ارزونې سپارښتنې پلي کړي .هیله لرو چې همغږي کوونکی به د پوره صلاحیتونو په لرلو سره د دیپلوماتیکو هڅو همغږي، هراړخیز سیاسي خبرې اترې اسانه او له ټولو افغان اړخونو سره تعامل یقیني کړي .هر ډول مشروعیت باید د افغان ولس د ارادې له درناوي څخه سرچینه واخلي. د افغانانو مالکیت باید د هر مشروع سیاسي حل مرکز پاتې شي. دا دوه اساسي اصول دي چې افغانان یې له خپلو نړیوالو دوستانو څخه تمه لري.
ښاغلی رئیس،
موږ د پرېکړه لیک د بشري وضعیت پر خراب حالت او د اصولي او د جنسیت پر بنسټ مرستو غوښتنه ټینګار کوو. له ۲۳ میلیونو زیات افغانان عاجلې مرستې ته اړتیا لري، او د اقتصادي سقوط او اقلیمي آفتونو تر سیوري لاندې دي، نو نړیوال یووالی اختیاري نه دی، بلکې اخلاقي مکلفیت دی.
موږ د اساسي خدماتو د سقوط د مخنیوي لپاره د دوامداره ملاتړ غوښتنه تکراروو او د بشري مرستو د لاسرسي خوندیتوب، په ځانګړي ډول د افغان ښځینه مرستندویانو لپاره چې غیرقانوني له کاره منع شوي، مهم بولو.
ښاغلی رئیس،
د تعلیم په برخه کې، موږ د پرېکړه لیک ځانګړي څپرکي ته هرکلی وایو چې د هراړخیز، عادلانه او باکیفیته تعلیم پر ژمنتیا ټینګار کوي.د طالبانو له خوا د نجونو پر تعلیم دوامداره بندیز، او همداراز د جهادي مدرسو زیاتوالی چې عصري مکتبونه ځای ناستي شوي، د افغانستان راتلونکی سخت له خطر سره مخ کړی دی.د نجونو له تعلیم څخه محرومول نه یوازې اخلاقي فاجعه، بلکې ملي تراژیدي ده. موږ د افغان ځوانانو د تعلیم د ملاتړ لپاره سیمه ییزو او نړیوالو هڅو ته درناوی کوو او د ښځو او نجونو لپاره د تعلیمي فرصتونو د لا پراخېدو غوښتنه کوو، که دننه وي که بهر.
ښاغلی رئیس،
د افغان کډوالو د وضعیت په اړه، غواړم د دې غونډې جدي پام د افغان کډوالو وضعیت ته راواړوم، په ځانګړي ډول د جبري ستنولو او د غیرانساني چلند د اندېښمنو راپورونو په اړه چې تازه زیات شوي دي.
د پرېکړه لیک له ملاتړو مننه کوو چې د دوامداره او اصولي ملاتړ عاجله اړتیا یې پېژندلې ده. له کوربه هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه د اوږدمهاله مېلمه پالنې مننه کوو. خو د افغان کډوالو د جبري ستنولو په ناامنه او غیرانساني شرایطو ژوره اندېښنه لرو .ډېری دا کسان له سیاسي ځورونې، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي او سیستماتیک سرکوب څخه تښتېدلي دي. دا هر څه په داسې حال کې دي چې بشري بحران، فقر، بېکاري او د راتلونکي په اړه ناامیدي لا هم په افغانستان کې حاکمه ده.
له ټولو کوربه هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه غواړو چې د جبري ستنولو اصل (non-refoulement) رعایت کړي او د کډوالو چارې له شفقت سره، د نړیوالو قوانینو، اسلامي ارزښتونو او د ښه ګاونډیتوب د اصولو له مخې اداره کړي. نړیوال یووالی او ملاتړ باید زیات شي، څو د افغان کډوالو امنیت، کرامت او دوامداره ادغام، او همداراز د کوربه هېوادونو ملاتړ یقیني شي.
ښاغلی رئیس،
موږ د پرېکړه لیک له اندېښنو سره موافق یو چې د ملګرو ملتونو د څار ډلې له خوا د شلو څخه د زیاتو ترهګریزو ډلو حضور تأیید شوی دی. دا ډلې، لکه د داعش خراسان څانګه، القاعده او اړوندې ډلې او بهرني جنګیالي، د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښونه دي. د جهادي مدرسو پراخېدنه هم د ځوانانو په رادیکال کېدو او د تاوتریخوالي افراطیت په خپرولو کې مرسته کوي.
افغانستان باید هېڅکله بیا د ترهګرۍ خوندي ځای یا د ودې مرکز نشي. د ترهګرۍ او ناقانونه نشه يي توکو ترمنځ اړیکې سیمه نوره هم بېثباته کوي .له همدې امله، موږ د پرېکړه لیک د ترهګرۍ ضد او نشه يي توکو ضد پراخې ژبې هرکلی کوو او د همغږي، د حقونو پر بنسټ او څو اړخیزې لارې اهمیت ته ټینګار کوو چې بشري او نړیوال بشردوستانه حقونه پکې بشپړ درناوی ولري.
ښاغلی رئیس،
دا پرېکړه لیک په سمه توګه د طالبانو سره د هر ډول نړیوال تعامل لپاره روښانه معیارونه ټاکي. دا معیارونه د بشري حقونو درناوی، د هراړخیز او استازي حکومتولۍ پر لور معنا لرونکی پرمختګ، او د ترهګرۍ او نشه يي توکو ضد مکلفیتونو بشپړ پلي کول دي. دا تعامل باید اصولي، مشروط او د معیار پر بنسټ وي، نه د جیوپولیتیکي مصلحت پر اساس.
موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) رول او د سولې او ثبات د هڅونې وړتیا مهمه بولو. خو د یوناما د اعتبار او اغېزمنتیا لپاره، باید له ټولې افغان ټولنې، په ځانګړي ډول له دموکراتو فعالانو، ښځینه مشرانو، ځوانانو او مدني ټولنې سره خپل تعامل پراخ کړي، لکه څنګه چې د دوی په ماموریت کې راغلي دي.
د روانو نوښتونو، لکه د موزاییک چوکاټ یادونه کوو، خو د شفافیت، هراړخیزوالي او ستراتیژیک وضاحت په اړه خپلې جدي اندېښنې بیا تکراروو .هر معتبر سیاسي بهیر چې د ملګرو ملتونو تر مشرتابه لاندې وي، باید د افغانانو ملکیت، هراړخیز، مشروط او د روڼ حساب ورکونې او عملي معیارونو سره مل وي، څو د طالبانو سرکوبګر سیاستونه مشروعیت پیدا نه کړي.
غواړم ټینګار وکړم چې باید د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې بهیر له لارې یو جوړښتي پلاتفورم رامنځته شي، څو له دموکراتو افغانانو، مدني ټولنو او د افغانانو له مهاجرینو سره منظم مشورې وشي او د سیاسي نقشه لارې په جوړولو او پلي کولو کې یې ګډون یقیني شي.
ښاغلی رئیس،
په پای کې، د افغانستان خلک د عزت، عدالت او فرصتونو پر بنسټ د یوه روښانه راتلونکي مستحق دي. د دې پرېکړه لیک په تصویب سره، ملګري ملتونه یو پیاوړی پیغام ورکوي: د افغانستان خلک نه دي هېر شوي او د دوی مبارزه بې ګټې نه ده .اوس باید له خبرو عمل ته لاړ شو. راځئ، خپل ګډ مسؤلیت ادا کړو، نړیوال بشري حقونه خوندي کړو، د افغانستان واک د خلکو لاس ته ورکړو او د جدي سرغړونو عاملین حساب ورکوونکي کړو.
مننه.
د ښاغلي نصیر احمد فایق، د افغانستان دایمي استازولۍ شارژدافیر، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو عمومي غونډه، نیویارک
۱۰ نوامبر ۲۰۲۲
ښاغلی رئیس،
د افغانستان د وضعیت په اړه د پرېکړهلیک د تصویب لپاره د دې غونډې د رابللو له امله له تاسو څخه مننه کوم. اجازه راکړئ په پیل کې د افغانستان د خلکو په استازیتوب د دې پرېکړهلیک د دودیزې اسانتیا برابروونکې په توګه د جرمني د فدرالي جمهوریت دایمي استازولۍ، په ځانګړې توګه د جرمني دایمي استازې سفیرې انټیه لېنډرتسې، سلاکار ښاغلي مایکل هازېناو او د هغه د ټیم له رهبرۍ، نه ستړې کېدونکو هڅو او اغېزمنې همغږۍ څخه خپله ژوره مننه او قدرداني څرګنده کړم. جرمني د افغانستان د خلکو له مهمو ملاتړو څخه پاتې شوی او د افغانستان د سولې، امنیت او سوکالۍ لپاره د نړیوالو هڅو یو رښتینی شریک او متحد دی.
همدارنګه غواړم له هغو ټولو هېوادونو څخه هم مننه وکړم چې په بحثونو کې یې ګډون وکړ، د انعطاف روحیه یې وښوده او د خپلو ارزښتناکو ونډو او ګډ ملاتړ له لارې یې د دې پرېکړهلیک ملاتړ وکړ.
ښاغلی رئیس،
له هغه وخت راهیسې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې دا پرېکړهلیک وروستی ځل د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې تصویب کړ، افغانستان له بده مرغه له ژورو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي بدلونونو او کړکېچونو سره مخ شوی دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له لوري د افغانستان واک ته رسېدل، هغه ټولنیز، اقتصادي او بشري وضعیت لا پسې خراب کړ چې لا له وړاندې هم د اندېښنې وړ و.
له هغه وخت راهیسې موږ د ټولنیز، اقتصادي او بشري بحران د لا ژورېدو شاهدان یو، داسې بحران چې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د بشپړ سقوط او شاتګ لامل شوی دی. د طالبانو ناکامي چې یو مشروع، حساب ورکوونکی او ټولشموله حکومت رامنځته کړي، او همدارنګه د افغانستان د بېرته رغېدو لپاره د دغو بحرانونو د حل په برخه کې د دوی نه لېوالتیا، د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ژوند ژور اغېز کړی دی. همدې وضعیت افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه لا زیات منزوي کړی دی.
ټول راپورونه په افغانستان کې د وضعیت د لا خرابېدو په اړه د جدي اندېښنو څرګندونه کوي؛ داسې وضعیت چې له مخې یې ۲۴.۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري؛ پر ملکي اهدافو، په ځانګړې توګه پر اقلیتونو لکه شیعه هزارهګانو، هندوانو، صوفیانو او سیکانو د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی؛ له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو سیستماتیک حذف؛ او همدارنګه د بشري حقونو دوامدارې سرغړونې او ناوړه استفادې، چې پکې خپلسري نیونې، د پخوانیو امنیتي ځواکونو، خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعینو او اعتراض کوونکو له محاکمې پرته وژنې، ډلهییزې سزاوې او د ځانګړو قومي ډلو جبري بېځایه کول شامل دي.
ښاغلی رئیس،
په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون له امله د مخ پر زیاتېدو امنیتي ګواښونو په اړه ژورې اندېښنې موجودې دي. د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځې، نجونې او د لږکیو ټولنې، نه په ښوونیزو مرکزونو کې خوندي دي او نه هم د عبادت په ځایونو کې. افغانان په پرلهپسې توګه د ترهګریزو بریدونو قربانیان پاتې شوي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یې ګڼ شمېر قربانۍ ورکړې دي. د ترهګرۍ ګواښ د ټولو اړخونو ګډو او صادقانه همکاریو ته اړتیا لري، او دا هڅې باید د یوه وړ، مشروع او د خلکو د باور وړ حکومت له لارې ترسره شي.
ښاغلی رئیس،
د پرېکړهلیک مسوده په متوازن ډول د افغانستان اوسنی ټولنیز، اقتصادي، امنیتي او سیاسي وضعیت او د سیمې او نړۍ پر هېوادونو یې اغېزې، له ګواښونو، ننګونو، ستونزو او حللارو سره یوځای، منعکسوي او له ټولو اړخونو څخه د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کوي.
موږ هرکلی کوو چې په دې پرېکړهلیک کې بشري بحران د تر ټولو مهمو لومړیتوبونو په توګه یاد شوی او له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه شوې چې د ۲۰۲۲ کال د افغانستان د بشري غبرګون پلان په ملاتړ، د افغانستان خلکو ته بشري مرستې برابرې کړي.
ښاغلی رئیس،
همدارنګه موږ ستاینه کوو چې دې پرېکړهلیک د بشري حقونو وضعیت او د ښځو، ځوانانو او لږکیو د وضعیت په اړه خپلې ژورې اندېښنې په څرګند ډول انعکاس کړې دي.
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، او همدارنګه د بشري حقونو د مدافعینو او خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو دوامدارې سرغړونې او د اساسي آزادیو ځپل، هغه واقعیت دی چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپورونو کې هم په څرګند ډول منعکس شوی دی.
له ښځو او نجونو څخه د هغوی د اساسي بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو، په ځانګړې توګه د کار او زدهکړې د حق، سلبول نه یوازې د ټولنې د نیمایي وګړو پر ژوند ژور اغېز کړی، بلکې د افغانستان پر اقتصاد یې هم سخت منفي اغېز کړی دی.
د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت باید هېڅکله له پامه ونه غورځول شي او د هغوی حقونه باید د هېڅ ډول مصلحت یا معاملې قرباني نه شي.
ښاغلی رئیس،
موږ د ټولو غړو هېوادونو د رغنده مشارکت او تعامل څخه، سره له دې چې د نظرونو اختلافونه موجود وو، مننه کوو. د افغانستان د خلکو لپاره تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان د وضعیت په اړه د دې او نورو ملګرو ملتونو د پرېکړهلیکونو عملي پلي کېدل دي، په ځانګړي ډول هغه برخه چې د طالبانو له خوا د یوه ټولشموله او استازولیز حکومت پر جوړېدو او د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، ماشومانو او لږکیو د حقونو پر درناوي ټینګار کوي.
غواړم یو ځل بیا ټینګار وکړم چې تر هغو چې په ملي او سیمهییزه کچه یو ټولشموله، استازولیز، مشارکتي او ځواب ویونکی حکومت، چې ښځې په کې په بشپړ، برابر او مانادار ډول ګډون ولري، رامنځته نه شي، په افغانستان کې به تلپاتې سوله، اقتصادي ثبات او سیاسي ثبات ناشونی وي.
طالبان باید د افغانستان د خلکو او نړیوالو شریکانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي، خپلې ژمنې عملي کړي، یو ټولشموله او حساب ورکوونکی حکومت جوړ کړي او د ټولو افغانانو د بشري حقونو او اساسي آزادیو درناوی تضمین کړي.
د افغانستان خلک له ډېرو کلونو راهیسې د اوږدمهالې جګړې، بېوزلۍ، لوږې، د خوړو د نهخوندیتوب، بېکارۍ او کډوالۍ له سختو ستونزو سره مخ دي. هغوی د یوه سولهییز، باعزته او انساني ژوند بشپړ حق لري.
د افغانستان خلک د خپلو نړیوالو شریکانو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو، ملاتړ او پیوستون ته سخته اړتیا لري، څو وکولای شي د تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ هغه هیلې چې له ډېرې مودې راهیسې یې لري، په حقیقت بدلې کړي.
په دې حساس پړاو کې د اجماع له لارې د دې پرېکړهلیک تصویب، د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د خوندي کولو او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره اړین دی چې د هغوی مبارزه به هېره نه شي. دا پرېکړهلیک د افغانستان د خلکو لپاره، چې له سخت بشري او اقتصادي بحران سره مخ دي، د هیلې او خوشبینۍ څرګندونه کوي.
د دې پرېکړهلیک په تصویب سره، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله او غړي هېوادونه به یو ځل بیا د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپلې ژمنې او خپل دوامدار ملاتړ تازه او بیا تایید کړي.
ښاغلی رئیس،
په پای کې غواړم له دې فرصت څخه په استفادې د هغو ټولو هېوادونو څخه چې تر اوسه یې د افغانستان له خلکو سره دوامدار ملاتړ کړی، خپله صمیمانه مننه څرګنده کړم.
ستاسو ملاتړ له دې پرېکړهلیک څخه به یو قوي پیغام ولېږي چې ملګري ملتونه او غړي هېوادونه به د خپلو ګډو هڅو له لارې د افغانستان له خلکو سره د تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ د ترلاسه کولو په لاره کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
له تاسو څخه مننه.