Call: +1 212-972-1212 Open Hours: Mon-Friday 9:00 am-6:00 pm
د بشري حقونو د ودې او ساتنې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په درېیمه کمېټه کې د محترم نصیر احمد فایق وینا — د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۷مه
محترم سفیر نصیر احمد فایق د طالبانو بنسټیز شوی تبعیض او ځپنه وغندله او د ټولو افغانانو د حقونو د ساتنې لپاره یې د نړیوالې ټولنې د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه. نوموړي د جرمونو د نړیوالې محکمې د وروستي اقدام هرکلی وکړ، د حساب ورکونې پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې تعامل باید د بشري حقونو په وضعیت کې له تایید وړ ښهوالي سره مشروط وي او د افغانانو په مشرۍ له یوه ټولشموله سیاسي بهیر څخه ملاتړ وکړي.
د اجنډا موضوع: د بشري حقونو وده او ساتنه
اغلې رئیسې،
د بشري حقونو د نړیوالو اسنادو له مخې د افغانستان ژمنې، پرته له دې چې څوک واک په لاس کې لري، لا هم الزامآورې دي. موږ د ځانګړي راپور ورکوونکي د راپور هرکلی کوو. اساسي ننګونه دا ده چې د افغانستان د خلکو په رسمیت پېژندل شوي حقونه په عملي توګه خوندي شي.
له جبري واکمنېدو څخه پنځه کاله وروسته، طالبانو د قصدي تګلارو له لارې تبعیض او ځپنه بنسټیزه کړې ده. هغوی د ساتنې میکانیزمونه له منځه وړي، مخالف غږونه یې چوپ کړي او د خلکو پر عامه او خصوصي ژوند یې پراخ محدودیتونه لګولي دي. دا هغه تګلارې دي چې طالبان باید په اړه یې حساب ورکړي.
ښځې او نجونې د جنسیتي اپارتاید له داسې نظام سره مخ دي چې هغوی له زدهکړو، کار، د تګ راتګ له آزادۍ او په عامه ژوند کې له ګډون څخه محروموي. د طالبانو ځپوونکې تګلارې نه د اسلام د سپېڅلي دین د رښتینو لارښوونو استازیتوب کوي او نه د افغانستان د کلتوري ارزښتونو.
خبریالان او د بشري حقونو مدافعان له ګواښونو او خپلسرو نیونو سره مخ دي. پخواني چارواکي او د امنیتي ځواکونو پخواني غړي، د طالبانو له خوا د اعلان شوې بښنې سربېره، لا هم له وژنو، شکنجې او ورکېدو سره مخ دي. قومي او مذهبي لږکي، د هزارهګانو او شیعه ټولنو په ګډون، له تبعیض، ناامنۍ او جبري بېځایه کېدو سره مخ دي. په عام محضر کې اعدامونه او بدني سزاګانې د وېرې فضا لا پسې پیاوړې کوي.
د ځانګړي راپور ورکوونکي موندنې د راتلونکو نسلونو لپاره هم د دې وضعیت پایلې څرګندوي: له زدهکړو محرومې نجونې، له استثمار او ایډیولوژیک تلقین سره مخ هلکان، او هغه ځوانان چې د خپلې راتلونکې د جوړولو له فرصتونو بېبرخې شوي دي.
اغلې رئیسې،
زموږ غبرګون باید تر غندنې هاخوا وي.
لومړی، نړیواله ټولنه باید د ټولو شته وسیلو په کارولو سره داسې تګلاره غوره کړي چې طالبان اړ کړي تبعیضي فرمانونه لغوه کړي، په خپلسري ډول نیول شوي کسان خوشې کړي، شکنجې او غچ اخیستونکو کړنو ته د پای ټکی کېږدي او اساسي آزادۍ بېرته تأمین کړي. خپلواک څارونکي، د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون، باید بېخنډه لاسرسی ولري.
دویم، د حساب ورکونې بهیر باید پر مخ ولاړ شي. موږ د طالبانو د لوړپوړو مشرانو د نیولو د حکمونو د علني کولو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې د وروستي اقدام هرکلی کوو او له دې محکمې سره د بشپړې همکارۍ غوښتنه کوو. همدارنګه، موږ د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم د کافي سرچینو د برابرولو او د بشریت ضد جنایت په توګه د جنسیتي اپارتاید د جرم ګڼلو لپاره د هڅو د ملاتړ غوښتنه کوو. له مجازاتو څخه معافیت باید له ژمنو څخه د پرلهپسې سرغړونې انعام نه شي.
درېیم، هېوادونه باید هغه اصل مراعات کړي چې له مخې یې هېڅوک داسې ځای ته نه شي بېرته ستنېدای چې له خطر سره مخ وي، او د خطر سره مخ افغانانو ساتنه وکړي. بشري مرستې باید له تبعیض پرته او د افغان ښځو په بېمحدودیته ګډون خلکو ته ورسېږي. له تروریزم سره مبارزه پر ملکي وګړو د ناقانونه بریدونو یا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د نقض توجیه نه شي کېدای.
په پای کې، له طالبانو سره تعامل باید له هغوی سره د اړیکو د عادي کېدو لامل نه شي او باید د بشري حقونو په وضعیت کې له داسې ښهوالي سره مشروط وي چې د اندازه کولو وړ وي او په خپلواک ډول تأیید شي. دا تعامل باید د افغانانو په مشرۍ له داسې سیاسي بهیر څخه ملاتړ وکړي چې ښځې، مدني ټولنه، دموکراتیک ځواکونه او نور معتبر افغان لوري پکې ګډون ولري او موخه یې مشروع، ټولشموله او ځوابویونکې حکومتولۍ ته رسېدل وي.
پر خاوره د طالبانو کنټرول نه هغوی ته مشروعیت ورکوي او نه دا حق چې د زور له لارې د افغانستان راتلونکی وټاکي.
د افغانستان له خلکو باید ونه غوښتل شي چې خپل حقونه د تعامل د بیې په توګه قرباني کړي. هغوی د عدالت، کرامت او د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې د معنادارې ونډې مستحق دي.
ستاسو له پاملرنې مننه.