Call: +1 212-972-1212 Open Hours: Mon-Friday 9:00 am-6:00 pm
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ اعلامیه د پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو باندې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه
۲۹ جون ۲۰۲۶ – نیویارک
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي هغه هوايي بریدونه چې د ۲۰۲۶ کال د جون د ۲۸ او ۲۹ نېټې په شپه د پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو باندې ترسره شول، په کلکو ټکو غندي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د لومړنیو شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او ټولو ټپیانو ته د ژر او بشپړې روغتیا هیله کوو.
دا بریدونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا جدي نقض دی او د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون، له اصولو سره په ټکر کې دي. هېڅ امنیتي اندېښنه د داسې پوځي عملیاتو توجیه نه شي کېدای چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شي یا د بل دولت ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کړي. د ملکي وګړو ساتنه باید په هر ډول شرایطو کې لومړیتوب ولري.
د افغانستان خلکو د لسیزو جګړو، تاوتریخوالي او بېثباتۍ درانه زیانونه ګاللي او لا هم د هغو له ناوړه پایلو سره مخ دي. د طالبانو رژیم د خپلو ځپونکو سیاستونو، د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو او د خپلو مسئولیتونو د نه ترسره کولو له امله د افغانستان پر خلکو ستر کړاوونه تحمیل کړي دي. د افغانستان خلک باید یو ځل بیا د ترهګرۍ ضد ادعاوو او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو له امله د پوځي شخړو قربانیان نه شي. د افغان ملکي وګړو دوامداره کړاو او قرباني کېدل د منلو وړ نه دي او باید هېڅکله عادي ونه ګڼل شي.
په ورته وخت کې، طالبان د دې مستقیم مسئولیت لري چې افغانستان یې د ملګرو ملتونو له لوري د نوملړ شویو ترهګرو ډلو لپاره په خوندي او مناسب چاپېریال بدل کړی دی. د افغانستان د نړیوالو ترهګرۍ ضد ژمنو په پلي کولو کې د دوی پاتې راتلل، او همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو دوامداره حضور او فعالیتونه ــ لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو په پرلهپسې راپورونو کې مستند شوي ــ د ملي او سیمهییزې ناامنۍ مهم لامل ګرځېدلي او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې باور یې زیانمن کړی دی.
خو دا واقعیتونه هېڅکله د هغو یو اړخیزو پوځي اقداماتو توجیه نه شي کېدای چې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي یا د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا نقضوي. د ترهګرۍ ضد هڅې باید په بشپړه توګه د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد نړیوالې ستراتیژۍ سره سمې ترسره شي.
اغېزمنه او دوامداره ترهګرۍ ضد مبارزه رښتینې سیاسي ارادې، د ژمنو بېتبعیضه پلي کول، او په افغانستان کې یو مشروع، استازی او حساب ورکوونکی حکومت غواړي چې خپلو ملي او نړیوالو مسئولیتونو او ژمنو ته ژمن وي. د سیمې تلپاتې امنیت یوازې د پوځي اقداماتو د زیاتوالي له لارې نه شي تأمینېدای، بلکې مسئولانه حکومتولۍ، اغېزمنې سیمهییزې همکارۍ، د ښه ګاونډیتوب اړیکو، د نه لاسوهنې اصل، او نړیوالو قوانینو ته د بشپړ درناوي له لارې ترلاسه کېدای شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې دغه پرمختګونه له نږدې وڅاري، د ملګرو ملتونو د منشور پر اصولو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي ټینګار وکړي. همدارنګه له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې سمدستي د افغانستان پر خاوره ټول پوځي بریدونه ودروي او د نړیوالو قوانینو د سرغړونو بشپړ مسئولیت ومني. نړیواله ټولنه باید د لا زیاتې ترینګلتیا د مخنیوي او د افغان ملکي وګړو د ساتنې لپاره بېړني او اغېزمن اقدامات وکړي.
د افغانستان خلک د سولې، امنیت، د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي، او له ترهګرۍ، تاوتریخوالي او وېرې څخه د پاک ژوند کولو مستحق دي.
د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان اعلامیه
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ د سرپرست، جلالتمآب نصیر احمد فایق له خوا وړاندې شوې
۱۵ جون ۲۰۲۶ – نیویارک
اغلې رئیسې،
تل د خوښۍ ځای دی چې ښځې په ملګرو ملتونو کې د رهبرۍ، پرېکړهنیونې او مدیریت په مقامونو کې وینو.
موږ د امنیت شورا له غړو څخه مننه کوو چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي په افغانستان (یوناما) د ماموریت د یو بل کال لپاره د غځولو په اړه یې دا پرېکړهلیک په اجماع سره تصویب کړ. همدارنګه د چین ولسي جمهوریت څخه، د دې پرېکړهلیک د قلمدار هېواد په توګه، د دې مهم پرېکړهلیک په اړه د اجماع د رامنځته کولو لپاره د هغوی د رهبرۍ او هڅو قدرداني کوو.
په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له څو اړخیز سیاسي، بشري، اقتصادي او د بشري حقونو له بحران سره مخ دی، د ملګرو ملتونو دوامداره حضور لا هم یوه نه انکارېدونکې اړتیا ده. یوناما د سولې او ثبات په پیاوړتیا، د سیاسي خبرو اترو په اسانتیا، د بشري مرستو په همغږۍ، د بشري حقونو په څارنه او راپور ورکولو، او د افغانستان د خلکو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې په ساتلو کې مهم رول لري. دا پرېکړهلیک په داسې وخت کې تصویبېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم د خرابېدو په حال کې دی.
یوازې څو ورځې وړاندې، د جون په ۶ او ۷ نېټه، د طالبانو د تش په نوم امر بالمعروف محتسبانو په هرات کې لسګونه ښځې او نجونې د هغوی د ظاهري بڼې او جامو د ډول له امله په خپلسرې توګه ونیولې. کله چې د سیمې اوسېدونکي د دغو نیونو پر ضد په سولهییز ډول راټول شول، طالبانو پرې په ژوندیو مرمیو ډزې وکړې چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي، د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون، ووژل شول. له هغې وروسته طالبانو په هرات ولایت کې د ټولنیزو فعالانو او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پوښتنې، نیونې او زنداني کول لا زیات کړي دي. یوناما دغه نیونې خپلسرې بللې دي، او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم د سولهییزو معترضینو پر وړاندې د زور د کارولو د راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا پېښې جلا او استثنايي نه دي، بلکې د تبعیض، ځپنې او سیستماتیک حذف د یوې پراخې تګلارې څرګندونه کوي؛ هغه تګلاره چې نږدې پنځه کاله کېږي ښځې او نجونې یې له عامه ژوند څخه ایستلې او له زدهکړو، کار، د تګ راتګ له آزادۍ او په ټولنه کې له معنادار ګډون څخه یې محرومې کړې دي. په دولتي ادارو کې د سمارټ فونونو د کارولو وروستۍ بندیز، چې د طالبانو د مشر له خوا صادر شوی، د معلوماتو او اړیکو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو ترڅنګ، د مخالفو غږونو د خاموشولو، د بشري حقونو د سرغړونو د پټولو او د افغانستان د خلکو د لا منزوي کولو په موخه عملي کېږي.
له همدې امله، موږ د امنیت شورا له هغه قوي ټینګار څخه هرکلی کوو چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ او ودې په اړه یې کړی، د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړهلیک ته یې اشاره کړې، او د هغو سیاستونو او اقداماتو د لغوه کولو غوښتنه یې کړې چې د افغانستان له نړیوالو بشري حقونو ژمنو، اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د خلکو له دودونو سره په ټکر کې دي.
موږ همدارنګه د دې پرېکړهلیک له هغه ټینګار څخه هرکلی کوو چې پر ټولشموله، استازیتوب کوونکې، مشارکتي او حسابورکوونکې حکومتدارۍ شوی دی. تلپاتې سوله او ثبات د انحصار او حذف له لارې نه شي ترلاسه کېدای. یوه دوامداره سیاسي حللاره د افغانستان د ټولو خلکو ـ ښځو او نارینهوو، بېلابېلو قومي او مذهبي ټولنو، ځوانانو، مدني ټولنې، سیاسي جریانونو او معلولیت لرونکو اشخاصو ـ معنادار ګډون ته اړتیا لري.
په همدې تړاو، موږ یوناما هڅوو چې خپل ماموریت په بشپړ او بېطرفه ډول پلي کړي او په ځانګړي ډول د سیاسي خبرو اترو د اسانتیا او له ټولو معتبرو افغان لورو سره، د هېواد دننه او بهر، پر تعامل ځانګړې پاملرنه وکړي.
موږ همدارنګه د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک د پلي کېدو او د یوه معتبر، ټولشموله او د افغانانو په مالکیت د سیاسي بهیر د پرمختګ پر اهمیت ټینګار کوو؛ داسې بهیر چې د یوه مشروع، استازیتوب کوونکي او حسابورکوونکي سیاسي نظام د رامنځته کېدو لامل شي. په دې چوکاټ کې، د سرمنشي د یوه لوړ وړتیا لرونکي او تجربهکار ځانګړي استازي پر وخت ټاکل به خورا مهم وي. موږ د یوناما د ماموریت د ستراتیژیکې بیاکتنې په اړه د دې پرېکړهلیک له غوښتنې هم هرکلی کوو او هیله لرو چې سپارښتنې یې د دې ماموریت د اغېزمنتیا او انسجام لا پیاوړتیا ته لاره هواره کړي.
موږ همدارنګه د بشري مرستو، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ، سیمهییزو همکاریو او د افغان لورو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو په اړه د دې پرېکړهلیک له ملاتړ څخه هرکلی کوو. که څه هم دا هڅې لا هم اړینې دي، خو باید د یوناما د سیاسي او بشري حقونو له مسؤلیتونو سره یو ځای تعقیب شي.
افغانستان لا هم له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دی. د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو دوامداره شتون د افغانستان او همدارنګه د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت لپاره د اندېښنې وړ دی. له همدې امله، موږ د ترهګرۍ ضد هڅو او د امنیت شورا د څارنې له ډلې سره د همکاریو پر دوامداره پاملرنې هرکلی کوو.
اغلې رئیسې،
په داسې حال کې چې یوناما د خپل ماموریت نوي کال ته داخلېږي، موږ دا پلاوی هڅوو چې خپل حیاتي کار ته په بېطرفۍ، مسلکیتوب او قاطعیت سره دوام ورکړي. موږ په ځانګړي ډول د بشري حقونو د څارنې او راپور ورکولو، د بشري عملیاتو د ملاتړ، د ټولشموله سیاسي خبرو اترو د اسانتیا او د سولې، ثبات او د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره د نړیوالو هڅو د پرمختګ په برخه کې د دې رول ته ډېر ارزښت ورکوو.
د افغانستان خلک لا هم ملګري ملتونه د خپل معاصر تاریخ په یوه له تر ټولو سختو پړاوونو کې د یوه باوري شریک او د هیلې د سرچینې په توګه ګوري. موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د افغانستان په اړه په خپل تعامل کې متحد او پر اصولو ولاړه پاتې شي. د هېواد د ننګونو د حل لپاره هڅې باید لا هم د بشري حقونو درناوي، د ښځو معنادار ګډون، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د یوه ټولشموله، استازیتوب کوونکي او مشروع سیاسي راتلونکي د رامنځته کولو پر بنسټ ولاړې وي.
د یوناما د قوي ماموریت په ملاتړ د امنیت شورا یووالی یو مهم پیغام لېږي. د افغانستان خلک د ملاتړ، کرامت، حسابورکونې او داسې راتلونکي مستحق دي چې پر حقونو، فرصتونو او هیلو ولاړ وي، نه پر وېرې او ځپنې.
په پای کې، موږ د امنیت شورا له غړو، د ملګرو ملتونو له سرمنشي، د یوناما له رهبرۍ او د ملګرو ملتونو له ټولو هغو کارکوونکو څخه مننه کوو چې په خورا سختو شرایطو کې خدمت کوي. د هغوی کار لا هم حیاتي او اړین دی، او د هغوی امنیت، د تګ راتګ آزادي او د افغانستان په ټولو برخو کې بېخنډه لاسرسی، د افغان ښځینه کارکوونکو په ګډون، باید په بشپړ ډول درناوی وشي.
مننه.
د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د جلالتمآب نصیر احمد فایق وینا
د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د جلالتمآب نصیر احمد فایق وینا
۸ جون ۲۰۲۶ – نیویارک
اغلې رئیسې،
په پیل کې اجازه راکړئ چې د امنیت شورا د روانې میاشتې لپاره د کولمبیا د مشرتابه مبارکي وړاندې کړم او تاسو او ستاسو همکارانو ته د بریالیتوب هیله وکړم. له آغلې جورجت ګانیون، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالې، او آغلې ادم ووسومو، د بشري چارو د بحرانونو د ځواب ویلو د څانګې مشرې، څخه د دوی د اندېښمنوونکو راپورونو له امله مننه کوو. همدارنګه له آغلې مترا مهران، د افغانستان د عدالت آرشیف بنسټګرې، څخه مننه کوو چې د افغانستان د ښځو غږ یې دې غونډې ته راووړ. د امنیت شورا له غړو او پخوانیو ویناوالو څخه هم د افغانستان له خلکو سره د دوی د دوامدارې همبستګۍ او ملاتړ له امله مننه کوو.
اغلې رئیسې،
نن غواړم له تاسو سره د افغانستان د عادي خلکو لیدلوری شریک کړم؛ هغه اندېښنې، ناامیدۍ او هیلې چې هره ورځ له هېواد دننه زموږ سره شریکېږي. د طالبانو له پوځي واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم له ژور سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او د بشري حقونو له بحران سره مخ دی. حقایق روښانه او مستند دي. د دې شورا پر وړاندې اساسي پوښتنه دا ده چې آیا دا وضعیت دوام موندلی شي او آیا نړیواله ټولنه چمتو ده چې د بحران د پایلو له مدیریت څخه ورهاخوا، د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې په ګټه د دې بحران ریښو ته ورسېږي که نه؟ اجازه راکړئ پنځو هغو واقعیتونو ته اشاره وکړم چې له پامه نه شي غورځېدای او پنځو هغو اړتیاوو ته چې باید زموږ د ګډ غبرګون لارښود وي.
لومړی: افغانستان له ژور بشري او ټولنیز بحران سره مخ دی
د افغانستان دوه ویشت میلیونه وګړي ـ چې د هېواد د نفوس نږدې دوه پر درېیمه برخه جوړوي ـ لا هم عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. فقر او بېکاري پراخه ده، اقتصادي فرصتونه په کمېدو دي او د افغانستان د ځوانانو او ښځو یو بشپړ نسل نور په خپل هېواد کې راتلونکی نه ویني. د بشري پانګې له لاسه ورکول، د فقر زیاتوالی، د ماشومانو او جبري ودونو پراخېدل، رواني ستونزې او د جرمونو زیاتوالی د داسې ټولنې ښکاره نښې دي چې د محرومیت او بېعدالتۍ تر بار لاندې د نړېدو په حال کې ده.
اړتیا:
افغانستان داسې ملي لید ته اړتیا لري چې د کارموندنې، معیاري او عصري زدهکړو او بشري پرمختګ پر بنسټ ولاړ وي. هېواد نشي کولای په داسې حال کې پرمختګ وکړي چې د نفوس یوه لویه برخه یې د راتلونکي په جوړولو کې له ګډون څخه محرومه وي.
تر ټولو مهمه دا چې دغه لید یوه سیاسي افق ته اړتیا لري چې د یوه ټولشموله، مشروع او د ټولو خلکو استازیتوب کوونکي حکومت د رامنځته کېدو لامل شي؛ داسې حکومت چې د تلپاتې ثبات بنسټ کېږدي.
دوهم: د طالبانو حکومتداري د افغانستان د خلکو په وړاندې ناکامه شوې ده
هغه حکومتداري چې طالبانو د ځان لپاره جوړه کړې، د هغو خلکو پر وړاندې هېڅ ډول حسابورکونه نه لري چې ادعا کوي پرې حکومت کوي. فساد، له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه او د شتمنیو تمرکز د یوې محدودې کړۍ په لاس کې په پراخه کچه مستند شوي دي. په ورته وخت کې، د افغانستان طبیعي زېرمې او کانونه له شفافیت او عامه څارنې پرته استخراجېږي.
طالبانو په دوامداره توګه د افغانستان د خلکو غوښتنې او د نړیوالې ټولنې پرلهپسې غوښتنې له پامه غورځولې دي.
اړتیا:
افغانستان داسې مشروع، حسابورکوونکي او د قانون پر بنسټ نظام ته اړتیا لري چې خپل مشروعیت د خلکو له رضایت څخه ترلاسه کړي او ملي سرچینې د ټولو وګړو د ګټو لپاره وکاروي.
درېیم: سیستماتیک حذف او تبعیض افغانستان لا ډېر منزوي کړی دی
سږ کال پنځم پرلهپسې کال دی چې د افغانستان نجونې له منځنیو او لوړو زدهکړو محرومې دي. ښځې له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي، د مدني ټولنې فضا محدوده شوې او خپلواکې رسنۍ له سانسور سره مخ دي.
طالبانو دغه تبعیض د نویو قوانینو له لارې هم بنسټیز کړی دی؛ هغه قوانین چې د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې حسابورکونه محدودوي او د ماشومانو ودونه د «خاموش رضایت» تر عنوان لاندې توجیه کوي. دا اقدامات لنډمهالي نه دي، بلکې د ټولنې د نیمایي برخې د حذف لپاره یو قصدي او سیستماتیک سیاست دی؛ داسې چلند چې نه د اسلام له اصلي اصولو سره تړاو لري او نه هم د افغانستان له تاریخ او دودونو سره.
موږ همدارنګه د خپلسرو نیونو، شکنجې، جنسي تاوتریخوالي، جبري ودونو، هدفي غچاخیستنو او د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو په اړه د مستندو او تایید شویو راپورونو له امله ژوره اندېښنه لرو؛ په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د بشري حقونو د مدافعینو، پخوانیو امنیتي ځواکونو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې.
اړتیا:
د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او سیمهییزو سازمانونو ترڅنګ، اسلامي هېوادونه او د اسلامي همکاریو سازمان باید لا فعال رول ولوبوي او طالبانو ته په ډاګه کړي چې دغه سختدریځه پالیسۍ نه یوازې د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي، بلکې په نړیواله کچه د اسلام انځور ته هم زیان رسوي.
د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانیستل باید د نړیوالې ټولنې لپاره یو نهمعامله کېدونکی لومړیتوب پاتې شي. همدارنګه د څارنې، راپور ورکونې او حسابورکونې میکانیزمونه باید پیاوړي او په اغېزمن ډول د معافیت د پای ته رسولو لپاره وکارول شي.
څلورم: د اوسني وضعیت عادي کول نه د افغانستان د خلکو په ګټه دي او نه د نړیوالې سولې او امنیت
له عملي پایلو پرته تعامل او له چلند بدلون پرته امتیاز ورکول، نه حکومتداري ښه کړې، نه بشري حقونه او نه هم سیاسي مشارکت.
د سیستماتیک حذف او سیاسي ځپنې عادي کول به ثبات رانه ولي.
متضاد پیغامونه او ناهمغږي تګلارې یوازې اوسنی بنبست اوږدوي او طالبان لا زړور کوي.
اړتیا:
امنیت شورا باید لا قوي، همغږی او منسجم دریځ غوره کړي. پیغام باید روښانه وي: د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، ټولشمولې حکومتدارۍ او نړیوالو ژمنو له بشپړ درناوي پرته د مشروعیت یا نړیوالې ټولنې ته د بېرته ورګرځېدو هېڅ لاره نشته.
پنځم: د ناامنۍ زیاتوالی او د افغانستان د بیا ځل لپاره د افراطیت او تروریزم پر مرکز د بدلېدو خطر
د جګړې نشتوالی باید له ریښتینې سولې سره مغشوش نه شي. ریښتینې سوله هغه وخت وي چې نجونې او هلکان په مساوي ډول معیاري زدهکړو ته لاسرسی ولري، ښځې وکولای شي په بشپړ او معنادار ډول په ټولنه کې ګډون وکړي، او ټول وګړي له وېرې او تبعیض پرته له خپلو حقونو او آزادیو برخمن وي.
د شیعه او هزاره ټولنو د غړو هدفي وژنې، د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ګډون، د مشکوکو ملکي مرګونو، یرغمل نیونو او د ملګرو ملتونو د یوې ښځینه کارکوونکې د وژنې پېښې د افغانستان د حقیقي سولې او امنیت څرګندونه نه کوي.
سربېره پر دې، د جهادي مدرسو دوامداره پراختیا او د نړیوالو ترهګرو ډلو شتون، چې د ملګرو ملتونو په پرلهپسې راپورونو کې تایید شوی، د افغانستان د خلکو، سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.
د طالبانو پالیسۍ او له ترهګرو ډلو سره د هغوی دوامدارې اړیکې پخوا هم د افغانستان خلک له خطر سره مخ کړي او اوس هم همداسې کوي. دا وضعیت د سیمهییزې او نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو ګواښ دی. د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو نښتو د افغانستان بحران ته یو نوی او خطرناک بُعد ورکړی او ملکي وګړو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
په ځانګړي ډول په کابل کې د «امید» د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون، چې یو ملکي طبي مرکز و، راپور شوی برید خورا اندېښمنوونکی دی. یوناما تایید کړې چې په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي.
موږ ټول هغه بریدونه په کلکه غندو چې ملکي وګړو ته زیان رسوي، حیاتي زیربناوې ویجاړوي او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کوي، او له امنیت شورا غواړو چې دا ډول بریدونه وغندي او د تکرار مخه یې ونیسي.
افغانستان خپله د تروریزم اوږدمهاله قرباني دی او خلکو یې درنه بیه پرې کړې ده. له همدې امله، موږ په پاکستان او د نړۍ په نورو برخو کې ټول ترهګریز بریدونه هم په کلکه غندو او په ټولو بڼو او مظاهرو کې د تروریزم پر ضد د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کوو.
اړتیا:
نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه باید د تروریزم، تاوتریخوالي افراطیت او د مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې یوه هر اړخیزه، همغږې او اصولي ستراتیژي غوره کړي. دا ګواښونه یوازې د یوه مشروع، ټولشموله، استازیتوب کوونکي او حسابورکوونکي حکومت له لارې په دوامداره توګه حل کېدای شي.
اغلې رئیسې،
دا ټول واقعیتونه موږ یوې نهمنونکې پایلې ته رسوي: د افغانستان بحران تر ټولو لومړی یو ژور سیاسي بحران دی. بشري او اقتصادي مرستې د خلکو د کړاو د کمولو لپاره اړینې دي، خو د تلپاتې سیاسي حللارې بدیل نه شي کېدای.
موږ د ملګرو ملتونو له محوري رول، د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک له پلي کېدو او د یوه معتبر، ټولشموله او د افغانانو په مالکیت سیاسي بهیر له پرمختګ څخه ملاتړ کوو؛ داسې بهیر چې د مشروع، استازیتوب کوونکي او حسابورکوونکي نظام د رامنځته کېدو لامل شي.
په همدې چوکاټ کې، د یوناما رول د داسې بهیر د اسانتیا او د ټولو معتبرو او اړوندو لورو د معنادار ګډون د تضمین لپاره حیاتي دی.
اغلې رئیسې،
په پای کې، موږ له امنیت شورا غواړو چې یو قوي، متحد او ثابت دریځ وساتي: د بشري حقونو، ټولشمولې حکومتدارۍ او نړیوالو قوانینو له درناوي پرته د مشروعیت، ثبات او نړیوالې ټولنې ته د بېرته ورګرځېدو هېڅ لاره نشته.
له طالبانو سره تعامل باید اصولمحور وي او د اندازه کېدونکو او د تایید وړ پرمختګونو پورې مشروط وي.
د افغانستان خلک د دې بحران عاملین نه دي؛ هغوی یې قربانیان دي. هغوی داسې هېواد غواړي چې نجونې پکې ښوونځي ته ولاړې شي، ځوانان راتلونکې ته هیله ولري، ښځې په آزادۍ ژوند او کار وکړي، او حکومت خپل مشروعیت د خلکو له ارادې ترلاسه کړي.
د دې راتلونکي د تحقق لپاره مرسته کول باید زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت پاتې شي.
مننه.
اختتامي وینا جلالتمآب نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست غونډه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د راتلونکي په اړه د افغان ځوانانو لیدلوري په ملګرو ملتونو کې د آلمان دایمي استازولي، نیویارک
۱۵ جون ۲۰۲۶ – نیویارک
ګرانو همکارانو،
د افغانستان ځوانو مشرانو،
لکه څنګه چې د نن ورځې خبرې اترې پای ته رسوو، غواړم د آلمان له دایمي استازولۍ او د «افغانان د مترقي فکر لپاره» (APT) بنسټ څخه د دې مهمې غونډې د تنظیم له امله خپله صمیمانه مننه څرګنده کړم. همدارنګه له ټولو هغو وتلو افغان ځوانانو څخه مننه کوم چې نن یې خپلې تجربې، لیدلوري، هنري اثار او وړاندیزونه له موږ سره شریک کړل.
هغه څه چې موږ نن واورېدل، یوازې د ستونزو او ننګونو په اړه بحث نه و؛ بلکې د افغانستان د ځوان نسل د زغم، زړورتیا او قوي ارادې یو پیاوړی یادونه وه.
نږدې پنځه کاله کېږي چې د افغانستان ځوانان، په ځانګړې توګه ځوانې ښځې او نجونې، د خپلو حقونو، فرصتونو او هیلو پر وړاندې له بېسارو محدودیتونو سره مخ دي. سره له دې خنډونو، هغوی لا هم زدهکړې کوي، نوښت رامنځته کوي، د حقونو لپاره غږ پورته کوي، ځانونه تنظیموي او د خپل هېواد لپاره د یوه غوره راتلونکي خوبونه ویني.
هغه کیسې او لیدلوري چې نن وړاندې شول، یو مهم پیغام لري: د افغانستان ځوانان نه غواړي یوازې د شرایطو د قربانیانو په توګه وپېژندل شي؛ هغوی غواړي د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې د ریښتینو شریکانو په توګه وپېژندل شي.
د افغانستان راتلونکی له خپلو ځوانانو پرته نه شي جوړېدای. د افغانستان له دوه پر درېیمه ډېر نفوس ځوانان دي. د خپل هېواد د راتلونکي په اړه له پرېکړو څخه د هغوی محرومول نه یوازې ناعادلانه دي، بلکې دوامدار هم نه شي کېدای.
د نن ورځې خبرو اترو موږ ته دا هم را په یاد کړل چې نړیواله ټولنه باید د اورېدو له مرحلې هاخوا لاړه شي. اورېدل مهم دي، خو باید له عملي او مانادارو اقداماتو سره مل وي.
د افغانستان ځوانان، په ځانګړې توګه ځوانې ښځې، باید هر وخت چې د افغانستان په اړه پرېکړې کېږي، د پرېکړو پر مېز حضور ولري. د هغوی غږونه، تخصص او د ژوند تجربې د هر معتبر سیاسي بهیر او د سولې، ثبات او پراختیا پر لور د هرې دوامدارې لارې لپاره اړینې دي.
ملګري ملتونه په دې برخه کې مهم رول لري. موږ هیله لرو چې د زدهکړو، بشري حقونو، مدني مشارکت او د ځوانانو د مانادار حضور ملاتړ به دوام ومومي. همدارنګه هیله لرو چې هغه سپارښتنې چې نن وړاندې شوې، د ملګرو ملتونو په راتلونکو بحثونو او د غړو هېوادونو ترمنځ په خبرو اترو کې په پام کې ونیول شي.
هغو افغان ځوانانو ته چې نن له موږ سره دي؛ که په نیویارک کې وي، که د نړۍ په نورو هېوادونو کې د مهاجرت په ژوند کې او که د افغانستان دننه، غواړم دا پیغام ورسوم:
ستاسو غږ ارزښت لري.
ستاسو نظریات ارزښت لري.
ستاسو راتلونکی ارزښت لري.
ستاسو ډېرو په خورا سختو شرایطو کې بېسارې زړورتیا ښودلې ده. د زدهکړو د دوام، د بشري حقونو د دفاع او د خپل هېواد د راتلونکي په جوړولو کې ستاسو هوډ او اراده نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د ټولو هغو کسانو لپاره چې پر انساني کرامت، عدالت او بشري وړتیاوو باور لري، د هیلې سرچینه ده.
د افغانستان راتلونکی په پای کې د دې هېواد د خلکو، او په ځانګړې توګه د دې هېواد د ځوان نسل پورې اړه لري. هېڅ محدودیت نه شي کولای د هغو میلیونونو افغان ځوانانو هیلې د تل لپاره خاموشې کړي چې د فرصت، آزادۍ او غوره راتلونکي په لټه کې دي.
راځئ چې دا غونډه په یوه ګډ تعهد سره پای ته ورسوو؛ نه یوازې د افغانستان د ځوانانو ترڅنګ د درېدو لپاره، بلکې له هغوی سره د همکارۍ او ګډ کار لپاره.
مننه.
د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلامیه
۸ مارچ ۲۰۲۶ – نیویارک
د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، موږ د افغانستان له ښځو او نجونو سره خپله ژوره همبستګي څرګندوو؛ هغو ښځو او نجونو سره چې اساسي حقونه یې، لکه د زدهکړې حق، د کار حق، د تګ راتګ آزادي او په عامه ژوند کې د ګډون حق، په سیستماتیک ډول ترې اخیستل شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، د طالبانو رژیم هغه څه تحمیل کړي چې د «جنسیتي آپارتاید» په نوم یادېدای شي: د نجونو لپاره په منځنیو او لوړو زدهکړو بندیز، له ډېری کاري برخو څخه د ښځو ایستل، او د عامه ژوند په ټولو برخو کې د هغوی د غږ خاموشول. دا اقدامات نه اسلامي دي او نه کلتوري؛ بلکې د بشري حقونو د نړیوالو اصولو ښکاره نقض او له اسلامي ارزښتونو سره په څرګند ټکر کې دي.
د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو او مشرتابه په وار وار ټینګار کړی چې د افغان ښځو حقونه د معاملې وړ نه دي. هغوی د ټولو تبعیضي فرمانونو د سمدستي او بېقید و شرطه لغوه کولو او د هغو د عاملینو د حسابورکولو غوښتنه کړې ده. هغه ټولنه چې د خپل نفوس نیمایي برخه له ټولنیز ژوند څخه حذف کړي، هېڅکله دوامدارې سولې او هوساینې ته نه شي رسېدلی.
د افغانستان ښځې چوپې نه دي پاتې شوې. هغوی مقاومت کوي، ټینګې ولاړې دي او د نړیوالې ټولنې د قاطع ملاتړ مستحقې دي—نه یوازې نن، بلکې د کال په هره ورځ.
د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وینا
۹ مارچ ۲۰۲۶ – نیویارک
ښاغلی رئیس،
اجازه راکړئ په پیل کې ستاسو د امنیت شورا د رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وړاندې کړم او د مارچ میاشتې په جریان کې ستاسو د رهبرۍ ستاینه وکړم. همدارنګه د افغانستان د وضعیت په اړه د دې مهمې غونډې د جوړولو له امله له تاسو څخه مننه کوم. موږ د دې غونډې تر مخه په خبري کنفرانس کې د ګډې او پیاوړې اعلامیې هرکلی او قدرداني هم کوو. د یوناما د سرپرستې او د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې آغلې جورجت ګانیون څخه د هراړخیزو معلوماتو د وړاندې کولو له امله مننه کوم. همدارنګه له هغو پخوانیو ویناوالو څخه مننه کوم چې د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو سره یې خپل ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړ.
ښاغلی رئیس،
پرون د ښځو له نړیوالې ورځې سره برابر و، چې په ټوله نړۍ کې د میلیونونو ښځو د ستونزو او ننګونو په اړه د تأمل یوه مهمه موقع وه. غواړم د ټولو ښځو، په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو زړورتیا او پیاوړې اراده وستایم؛ هغو ښځو ته چې د آزادۍ، عدالت او تلپاتې سولې لپاره په یوه تاریخي مبارزه کې ښکېلې دي. د هغوی د ژمنتیا او قربانیو د درناوي تر ټولو ماناداره لاره دا ده چې په ټولنه او نړیواله کچه د خپل مشروع او وړ ځای د بېرته ترلاسه کولو لپاره د هغوی له هڅو ملاتړ وشي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د مقام د کمېسیون (CSW70) په اویایمه غونډه کې وینا
۱۶ مارچ ۲۰۲۶
اغلې رئیسې،
جلالتمآبانو، درنو استازو،
غواړم د دې کمېسیون پام یوې داسې موضوع ته راواړوم چې د دې بنسټ د مأموریت په زړه کې ځای لري: د هغو تبعیضي نظامونو پر وړاندې مبارزه چې ښځې او نجونې عدالت، ملاتړ او په عامه ژوند کې له برابر ګډون څخه محروموي.
د افغانستان لپاره، د دې غونډې لومړیتوبي موضوع یوازې یوه نظري بحث نه دی. نن ورځ افغان ښځې او نجونې په نړۍ کې د جنسیتي تبعیض له تر ټولو سختو بنسټیزو نظامونو څخه د یوه تر واک لاندې ژوند کوي. هغه څه چې موږ یې شاهدان یو، یوازې حقونو ته د لاسرسي محدودول نه دي، بلکې د همدغو حقونو سیستماتیک له منځه وړل دي.
لکه څنګه چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت ځانګړي راپور ورکوونکي مستند کړي دي، ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض، ځپنې او واکمنۍ له یوه بنسټیز نظام سره مخ دي چې ښايي د بشریت ضد جرمونو تر کچې ورسېږي. هغه ادارې چې باید د عدالت ساتونکي وای، د ځپنې په وسیلو بدلې شوې دي.
اغلې رئیسې،
په هغه ځای کې چې حقوقي نظام پخپله د ځپنې وسیله ګرځېدلی وي، عدالت ته لاسرسی خپل مفهوم له لاسه ورکوي. د ۲۰۲۱ کال راهیسې اساسي قانوني تضمینونه ځنډول شوي، حقوقي چوکاټ له منځه وړل شوی او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون لغوه شوی دی.
ښځینه قاضیانې او څارنوالانې له عدلي نظام څخه ایستل شوې دي او مدون قوانین په زیاتېدونکي ډول د ایډیولوژیک کنټرول پر بنسټ فرمانونو ځای نیولی دی. وروستي حقوقي بدلونونه، د نوو جزایي کوډونو او د جزایي محاکمو د اصولو په ګډون، د تبعیضي مراتبو په لا بنسټیز کولو، د عادلانه محاکمې د تضمینونو په کمزوري کولو او د قانون پر وړاندې د برابرۍ د اصل په زیان تمام شوي دي.
هغه ښځې چې د عدالت ترلاسه کولو هڅه کوي، ډېر وخت د شکایتونو له ردولو، جبري منځګړیتوب، ګواښونو او غچ اخیستونکو اقداماتو سره مخ کېږي. د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ خوندي مرکزونه تړل شوي او باوري راپورونه لا هم د نیول شویو ښځو د شکنجې او ناوړه چلند ښکارندويي کوي. په داسې شرایطو کې، له عدالته محرومیت یوه تصادفي پېښه نه، بلکې یو سیستماتیک حالت دی.
اغلې رئیسې،
د عدالت کمزوري کېدل د ښځو د حقونو له پراخ زوال څخه بېل نه شي ګڼل کېدای. د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز له ۲.۲ میلیونو څخه زیاتې نجونې د زدهکړو له حقه محرومې کړې دي. پر کار، تګ راتګ او عامه ګډون محدودیتونو ښځې اقتصادي پلوه څنډې ته کړې او ټولنیز پلوه یې منزوي کړې دي.
د ښځو د روغتیا د حق په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي وروستی راپور هم ښيي چې دغه محدودیتونه څنګه حیاتي روغتیایي خدمتونو، په ځانګړې توګه د میندو او تولیدي روغتیا خدمتونو ته لاسرسی کمزوری کوي او د ښځو پر فزیکي او رواني روغتیا ژور اغېز لري. کله چې یوه ښځه له محرم پرته سفر نه شي کولای، وکیل ته لاسرسی ونه لري، په خوندي ډول د تاوتریخوالي راپور نه شي ورکولای او یا له وېرې پرته روغتیایي خدمات نه شي ترلاسه کولای، نو عدالت په جوړښتي ډول ترې انکار شوی وي.
اغلې رئیسې،
نړیواله ټولنه باید د هغه څه له حقوقي ماهیت سره هم مخامخ شي چې په افغانستان کې روان دي. د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض کاري ډلې له دولتونو غوښتي چې د «جنسیتي آپارتاید» پېژندنه د بشریت ضد جرمونو په چوکاټ کې وارزوي. ځانګړي راپور ورکوونکي هم د طالبانو پالیسۍ د «جنسیت پر بنسټ ځورونې» په توګه توصیف کړې او د جنسیتي آپارتاید د یوه نړیوال جرم په توګه د پېژندلو ملاتړ یې کړی دی. د دې نظام نومول یوازې لفظي اقدام نه دی؛ بلکې د حسابورکونې لپاره یوه اړینه اړتیا ده.
اغلې رئیسې،
په ورته وخت کې، د حسابورکونې مهمې لارې هم رامنځته کېږي. د افغانستان لپاره د یوه خپلواک تحقیقي میکانیزم جوړېدل د شواهدو د ساتنې او د راتلونکو عدلي بهیرونو د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام دی. دغه میکانیزم د نړیوالې جزایي محکمې او نورو روانو حسابورکونې بهیرونو بشپړوونکی دی او باید په بشپړه توګه تمویل او عملي شي.
افغان ښځې، حقوقي کارپوهان او د مدني ټولنې بنسټونه هم د نړیوالو معیارونو له مخې د فرمانونو، قضایي پرېکړو او د قربانیانو د شهادتونو مستندسازي کوي. دا هڅې د دې لپاره حیاتي دي چې دغه سرغړونې نه هېرې شي او نه هم عادي وګڼل شي.
اغلې رئیسې،
د قربانيمحور او د ژوندي پاتې شویو د وضعیت پر درک ولاړ چلند باید د دې کمېسیون د کار په مرکز کې پاتې شي. افغان ښځې تل یادونه کوي چې عدالت یوازې د محکمې له پرېکړو سره نه محدودېږي. عدالت د خوندیتوب، کرامت، د زیانونو د رسمیت پېژندنې، اقتصادي خپلواکۍ، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي او د خپل هېواد د راتلونکي په جوړولو کې د معنادار ګډون معنا هم لري.
د دې غونډې موضوع — په عامه ژوند کې د ښځو بشپړ او اغېزمن ګډون او د تاوتریخوالي له منځه وړل — هغه وخت نه شي تحقق موندلی چې ښځې له حکومتدارۍ ایستل شوې وي، په عامه بحثونو کې چوپې کړل شوې وي او د تبعیضي فرمانونو د نه منلو له امله مجازات کېږي.
اغلې رئیسې،
له همدې امله، موږ له غړو هېوادونو غواړو چې:
- د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیکې ځورونې او تعقیب د عادي کولو هڅې رد کړي؛
- په نړیوالو قوانینو کې د جنسیتي آپارتاید د پېژندلو له هڅو ملاتړ وکړي؛
- د حسابورکونې میکانیزمونه، د خپلواک تحقیقي میکانیزم په ګډون، پیاوړي او په کافي اندازه تمویل کړي؛
- د افغان ښځو د بشري حقونو د مدافعینو، حقوقي متخصصینو او د مدني ټولنې د بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
په پای کې، په افغانستان کې عدالت ته لاسرسی یوازې د یوه مشروع، حسابورکوونکي او ټولشموله حکومتدارۍ نظام له لارې ممکن دی چې د قانون پر حاکمیت ولاړ وي او د افغانستان د خلکو اراده تمثیل کړي. په عدالت کې ځنډ د بېعدالتۍ د عادي کېدو خطر له ځان سره لري.
موږ ژمن یو چې له غړو هېوادونو، د ملګرو ملتونو له میکانیزمونو او له افغان ښځو سره، د هغوی په ټول تنوع کې، همکاري وکړو څو داسې چلند ته وده ورکړو چې قانونیت، برابري او انساني کرامت بېرته راژوندی کړي.
مننه، اغلې رئیسې.