افغانستان په ملګرو ملتونو کې د خپل غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي

د دې کلیزې په درشل کې، د افغانستان دیپلوماتان یو ځل بیا ټینګار کوي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځای د دغه هېواد په خلکو پورې اړه لري او د هغوی اراده باید په مشروع، ټولشموله او حساب‌ورکوونکې حکومتولۍ کې، چې د قانون پر حاکمیت او عدالت ولاړه وي، څرګنده شي.

ګډه مطبوعاتي اعلامیه
۱۸ نومبر ۲۰۲۶

دا اعلامیه په ژنیو، نیویارک او ویانا کې د ملګرو ملتونو په وړاندې د افغانستان د دایمي استازولیو او د ملګرو ملتونو او څو اړخیزو سازمانونو په وړاندې د افغانستان د هغو پخوانیو سفیرانو او دایمي استازو له خوا په ګډه خپره شوې چې په دې نمانځغونډه کې یې ګډون کړی و.

د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۸مه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب د اتیایمې کلیزې په درشل کې، په ژنیو، نیویارک او ویانا کې د افغانستان دایمي استازولیو د «افغانستان او ملګري ملتونه: د اتو لسیزو تعامل، ونډه او د راتلونکي لپاره درسونه» تر سرلیک لاندې ګډه انلاین نمانځغونډه جوړه کړه. افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو او څو اړخیزو سازمانونو په وړاندې د افغانستان پخوانیو سفیرانو او دایمي استازو ګډون کړی و، چې د هېواد د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې یې په نیویارک، ژنیو او ویانا کې د افغانستان استازیتوب کړی دی. اوسنیو او پخوانیو دیپلوماتانو، د افغانستان د مدني ټولنې استازو، څېړونکو، محصلینو او د هېواد دننه او بهر نورو ګډونوالو هم په دې پروګرام کې برخه واخیسته.

افغانستان د ملګرو ملتونو له لومړنیو غړو څخه دی. دغه هېواد په تېرو اتو لسیزو کې په څو اړخیزه دیپلوماسۍ کې ونډه اخیستې ده. ملګرو ملتونو هم د سیاسي بدلونونو، جګړو او بیارغونې په پړاوونو کې، د سولې، بشري مرستو، پراختیا، بشري حقونو او دموکراسۍ په ملاتړ، د افغانستان د خلکو ملتیا کړې ده.

په دې پروګرام کې، له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د دیپلوماتیک تعامل تاریخ د ارشیفي انځورونو، مهمو تاریخي پېښو او د افغانستان د پخوانیو سفیرانو د ویناوو د ځینو برخو له لارې وړاندې شو.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تاریخ په اړه د بحث پر مهال، پخوانیو دایمي استازو د دغه سازمان په بېلابېلو غونډو او مجامعو کې د هېواد پر ونډې، هغو نوښتونو او همکاریو چې افغان دیپلوماتانو پکې برخه اخیستې وه، او هغو خدمتونو او لاسته راوړنو خبرې وکړې چې لا ډېرې پېژندنې ته اړتیا لري.

ګډونوالو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول، لاسته راوړنې او محدودیتونه، او هغه درسونه هم وڅېړل چې باید د راتلونکي تعامل لارښود وګرځي. په دې بحثونو کې د افغانستان د دیپلوماسۍ د مخکښو ښځو خدمتونو او د هېواد د ښځو او ځوانانو هیلو ته هم پاملرنه وشوه.

استازولۍ او په غونډه کې ګډون کوونکي پخواني سفیران په ګډه پر لاندې ټکو ټینګار کوي:

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځای د دغه هېواد په خلکو پورې اړه لري. د خلکو اراده باید په مشروع، ټولشموله او حساب‌ورکوونکې حکومتولۍ کې څرګنده شي؛ داسې حکومتولي چې د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو، نړیوالو حقوقو او هغو کنوانسیونونو سره سمون ولري چې افغانستان یې غړی دی.

د دې کلیزې اهمیت یوازې په تاریخي نمانځنه پورې نه محدودېږي. په داسې وخت کې چې د طالبانو تګلارې د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، له خپلو بنسټیزو حقونو او ازادیو بې‌برخې کوي، د افغانستان نړیوال هویت او ژمنې پر خپل ځای پاتې دي.

د افغانستان د خلکو حقونه او هیلې باید د نړیوال تعامل په محور کې پاتې شي. هر ډول نړیوال تعامل باید د مشروع، ټولشموله او حساب‌ورکوونکې حکومتولۍ پر لور د افغانانو په مشرۍ او د ملګرو ملتونو په اسانتیا برابرولو د یوه سیاسي بهیر ملاتړ وکړي. په دې بهیر کې باید د افغانستان د بېلابېلو قشرونو استازي، د ښځو، ځوانانو، مدني ټولنې او قومي او مذهبي لږکیو په ګډون، بشپړ، برابر او معنا لرونکی ګډون ولري. تعامل باید د افغانانو د حقونو ساتنه وکړي او له عامه ژوند څخه د ښځو، نجونو او نورو قشرونو ایستل عادي ونه ګڼي. ملګري ملتونه باید روان بحران ته د رسېدنې لپاره لا اغېزمن اقدام وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې خپلو کاري ځایونو ته د افغان ښځو د تګ د مخنیوي دوام په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ دی. د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې، د دغه سازمان افغان ښځینه کارکوونکې د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره په هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو منع شوې دي. دا وضعیت نه یوازې د هغوی له حقونو او مسلکي کرامت څخه سرغړونه ده، بلکې د برابرۍ او نه تبعیض هغه اصول هم کمزوري کوي چې د ملګرو ملتونو د منشور بنسټ جوړوي. دا حالت د ملګرو ملتونو څرګند او همغږي اقدام ته اړتیا لري، څو افغان ښځینه کارکوونکې وکولای شي له تبعیض پرته خپلو کاري ځایونو ته ستنې شي او خپلې دندې بېرته پیل کړي.

پرانېستی تعامل، خبرې اترې او همکاري د افغانستان د دیپلوماتیک هویت بنسټیز اصول دي. د هېواد د څو اړخیزې دیپلوماسۍ میراث باید له نړۍ سره د هغه د راتلونکي تعامل لارښود وي او د داسې افغانستان له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي چې په خپل کور کې او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې وي.

افغانستان د اتیا کلونو په اوږدو کې د ملتونو په ټولنه کې خپل غږ لرلی دی. دا غږ د دیپلوماتانو د نسلونو د هڅو پایله ده؛ هغو کسانو چې د هېواد استازیتوب یې کړی، د هغه خلکو ته یې خدمت کړی او د نړیوالو ژمنو ساتنه یې کړې ده، نه د کوم ځانګړي حکومت یا ایډیالوژۍ. په دې کلیزه کې، دغه میراث نمانځو او په همدې روحیه یې د دوام لپاره پر خپلې ژمنې یو ځل بیا ټینګار کوو.

د خاطرو، نظرونو او اسنادو د شریکولو بلنه

د بنسټیزې حافظې د ساتنې او د عامه لاسرسي لپاره د یوې تلپاتې ټولګې د برابرولو په موخه، استازولۍ اوسنیو او پخوانیو دیپلوماتانو، د افغانستان خلکو او نورو لېوالو ته بلنه ورکوي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د اتو لسیزو حضور په اړه خپلې لیکلې خاطرې او نظرونه، ثبت شوي ویډیويي یا غږیز پیغامونه، انځورونه، مقالې او تاریخي اسناد شریک کړي.

دغه مواد د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر ۱۰مې پورې mission.afghanistan@bluewin.ch یا info@afghanistan-un.org ته لېږل کېدای شي. د موادو د وړاندې کوونکو په اجازه به غوره شوي مواد په یوه ویډیويي او انځوریزه ټولګه کې راټول او د وړاندې کوونکو او سرچینو د نومونو په یادولو سره، د استازولیو په رسمي وېب‌پاڼو او ټولنیزو رسنیو کې خپاره شي.

د مطبوعاتي اعلامیې ښکته کول (PDF)