Call: +1 212-972-1212 Open Hours: Mon-Friday 9:00 am-6:00 pm
د نړیوال تروریزم د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په شپږمه کمېټه کې د افغانستان وینا
افغانستان تروریزم په ټولو بڼو غندي او د ملکي وګړو د ساتنې، حساب ورکونې او ټولګډونه حکومتولۍ پر بنسټ د یوې همغږې نړیوالې تګلارې غوښتنه کوي. دا وینا د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوي او د ښځو او نجونو د حقونو پر تأمین ټینګار کوي.
د ښاغلي نصیر احمد فایق وینا
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست
د عمومي اسامبلې د یو اتیايمې غونډې شپږمه کمېټه
د اجنډا ۱۱۲مه موضوع: «د نړیوال تروریزم د له منځه وړلو تدابیر»
نیویارک، ۶ اکتوبر ۲۰۲۶
آغلې رئیسې،
اجازه راکړئ چې تاسو او د کمېټې د مشرتابه پلاوي نورو غړو ته ستاسو د وړ ټاکنې مبارکي ووایم او د شپږمې کمېټې د چارو په پرمخ وړلو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ درکړم. د دې کمېټې په مشرتابه کې د ښځو حضور په ځانګړې توګه د ډاډ او هڅونې وړ دی.
افغانستان د ناپېیلي غورځنګ په استازیتوب له وړاندې شوې وینا څخه ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوالو حقوقو سره سم، د تروریزم له ټولو بڼو او مظاهرو سره د مبارزې په اړه د اسلامي همکاریو سازمان پر ګډې ژمنې یو ځل بیا ټینګار کوي. غواړم د خپل هېواد په استازیتوب لاندې ټکي وړاندې کړم.
د افغانستان خلکو د تروریزم او د نیابتي ځواکونو په توګه د افراطي ډلو د کارولو له امله ژور کړاوونه ګاللي دي. موږ تروریزم، هر چېرې او د هر چا له خوا چې ترسره کېږي، په څرګنده او بېقید او شرطه غندو. هېڅ سیاسي موخه، ایډیولوژیکه ادعا یا دیني توجیه تروریستي تاوتریخوالی نه شي توجیه کولای. د «ښو» او «بدو» ترهګرو ترمنځ باید هېڅ توپیر ونه شي.
پر افغانستان د طالبانو له جبري واکمنېدو پنځه کاله وروسته، هېواد لا هم له یو بل سره تړلو سیاسي، امنیتي، بشري، اقتصادي او د بشري حقونو له بحرانونو سره مخ دی. د طالبانو تګلارو د هېواد انزوا لا ژوره کړې او سیاسي بنبست یې اوږد کړی دی. د یوه مشروع، د خلکو استازي او ځوابویونکي حکومت په نشتون کې، افراطیت او تروریزم لا هم د افغانستان او سیمې لپاره جدي ګواښونه دي. د ملګرو ملتونو راپورونو په وار وار په افغانستان کې د تروریستي ډلو شتون او فعالیتونه مستند کړي دي.
موږ د طالبانو په ګډون، د هر دولتي یا نادولتي لوري له خوا د تروریستي ډلو ملاتړ، هغوی ته پناه ورکول او تمویلول غندو. هغه کسان چې دا ډلې تمویلوي، وسلې ورکوي یا یې فعالیتونه اسانه کوي، باید حساب ورسره وشي. تر هغه چې له تاوتریخوالي کار اخیستونکې ډلې د سیاسي نفوذ د وسیلو په توګه کارول کېږي، تروریزم ته ماتې نه شي ورکول کېدای. د افغانستان خاوره باید هېڅکله د ترهګرو خوندي پناهځای یا د نورو هېوادونو د ګواښلو مرکز ونه ګرځي.
په ورته وخت کې، موږ په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندو چې د یوناما د راپور له مخې، لږ تر لږه لس ملکي وګړي پکې ووژل شول او ډېری قربانیان یې ماشومان وو. د تروریزم پر وړاندې عملیات باید د نړیوالو حقوقو، په ګډون د نړیوالو بشردوستانه حقوقو او د بشري حقونو د نړیوالو اصولو، په بشپړ رعایت او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوي ترسره شي. له تروریزم سره مبارزه د ناقانونه بریدونو یا د ملکي وګړو ژوند ته د بېپروایۍ پلمه نه شي کېدای. د افغانستان خلک باید د تروریستي تاوتریخوالي یا هغو پوځي غبرګونونو بیه ورنه کړي چې د هغوی ژوند او معیشت له خطر سره مخ کوي.
آغلې رئیسې،
موږ له اسلام یا بل هر دین سره د تروریزم د هر ډول تړاو د ردولو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان له قاطع دریځ سره همغږي یو. د تاوتریخوالي د توجیه کولو لپاره له دیني لارښوونو څخه د تروریستي ډلو د ناوړه استفادې مخه باید ونیول شي. زدهکړه، د ادیانو ترمنځ خبرې اترې او د ټولنو او دیني عالمانو ګډون د کرکې خپرولو او د تروریستي ډلو له خوا د کسانو د جذب د مخنیوي لپاره اړین دي.
له دې ګواښ سره دوامداره او اغېزمنه مبارزه د یوه مشروع، ځوابویونکي او ټولشموله حکومت شتون ته اړتیا لري؛ داسې حکومت چې د افغانستان د خلکو پر اراده ولاړ وي او د هېواد د نړیوالو ژمنو د پوره کولو وړتیا ولري. له ټولنیز او سیاسي ژوند څخه د خلکو ایستل، ځپل او له زدهکړو او اقتصادي فرصتونو څخه محرومول د تلپاتې امنیت بنسټونه کمزوري کوي. د ښځو او نجونو د حقونو بېرته ټینګښت، د ښځو د بشپړ ګډون تضمین او د ځوانانو لپاره د واقعي فرصتونو برابرول د یوې سولهییزې او د ستونزو پر وړاندې د پیاوړې ټولنې د جوړولو لپاره اړین دي.
له همدې امله، موږ د نړیوالې ټولنې له خوا د یوه اصولي او همغږي چلند غوښتنه کوو چې له تروریزم سره په مبارزه کې اغېزمنه همکاري، د ملکي وګړو ساتنه، حسابورکونه او د یوه ټولشموله او د خلکو د استازي حکومت د رامنځته کېدو لپاره د افغانانو په مشرۍ له سیاسي بهیر څخه ملاتړ، سره یوځای کړي.
افغانستان د هڅو په همغږۍ کې د ملګرو ملتونو له محوري رول، د دې سازمان د تروریزم پر وړاندې د نړیوالې ستراتیژۍ له متوازن پلي کېدو او د نړیوال تروریزم په اړه د یوه جامع کنوانسیون د نهایي کولو له هڅو ملاتړ کوي. زموږ ګډه موخه باید د عدالت، انساني کرامت او د قانون د حاکمیت پر بنسټ د ټولو لپاره د تلپاتې امنیت تأمین وي.
مننه.