Call: +1 212-972-1212 Open Hours: Mon-Friday 9:00 am-6:00 pm
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د سرپرست پیغام.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ رسمي وېبپاڼې ته ښه راغلاست.
افغانستان د لرغوني تمدن، تلپاتې زغم او ژور انساني کرامت خاوند هېواد دی. د افغانستان خلکو د لسیزو راهیسې د تحمیلي جګړو او دوامداره شخړو دروند بار پر اوږو وړی دی. نن ورځ هېواد له یوې ژورې او مخ پر پراخېدو سیاسي، اقتصادي، بشري او د بشري حقونو له کړکېچ سره مخ دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان خلک د خپلو حقونو او آزادیو پر وړاندې له یوې سیستماتیکې حملې سره مخامخ دي: ښځې او نجونې له ښوونځیو، پوهنتونونو او عامه ژوند څخه محرومې شوې دي؛ مدني ټولنه چوپه کړل شوې؛ او بشري ناورین ورځ تر بلې ژور شوی دی. اوس پنځم پرلهپسې ښوونیز کال دی چې د افغانستان د نجونو یو بشپړ نسل له منځنیو او لوړو زدهکړو بېبرخې ساتل شوی دی؛ نه د شرایطو له امله، بلکې د طالبانو له خوا د یوې قصدي او تحمیل شوې پالیسۍ په پایله کې. دا یوازې یوه ملي تراژیدي نه ده؛ بلکې د نړیوالې ټولنې د وجدان لپاره یوه مستقیمه ننګونه ده.
سره له دې، د افغانستان خلک لا هم ولاړ دي. د هغوی زغم او استقامت منفعل نه دی؛ بلکې هره ورځ د زړورتیا، د هیلو د ساتنې او د عدالت، کرامت او فرصت د تحقق پر ټینګ باور کې څرګندېږي.
دغه استازولي همدا باور د ملګرو ملتونو تر تالارونو رسوي. موږ په فعاله توګه د امنیت شورا، عمومي اسامبلې، د بشري حقونو شورا او ټولو هغو څو اړخیزو نړیوالو فورمونو کې ګډون کوو چې د افغانستان د راتلونکې په اړه پکې بحثونه او پرېکړې کېږي. موږ په څرګند او قاطع ډول د حسابورکونې، د اساسي بشري حقونو د ساتنې، د ټولشموله او استازیتوب کوونکي حکومتدارۍ، او د داسې معتبر سیاسي بهیر لپاره دادغوښتنه کوو چې د افغانستان د خلکو اراده او تنوع منعکس کړي، نه دا چې واک د زور له لارې وتپل شي.
موږ د غړو هېوادونو، د ملګرو ملتونو ادارو، د مدني ټولنې سازمانونو او د نړۍ له هغو افرادو څخه چې باور لري د افغانستان د ښځو، نارینهوو او ماشومانو حقونه د معاملې وړ نه دي، او د دغو حقونو د نقض پر وړاندې چوپتیا بېطرفي نه ګڼل کېږي، صمیمانه مننه کوو.
موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي او هغوی یوازې پرېنږدي. موږ تاسو ته بلنه درکوو چې زموږ له فعالیتونو ملاتړ وکړئ، زموږ له اعلامیو او خپرونو سره بلدتیا ومومئ، په ملګرو ملتونو کې زموږ د دادغوښتنې هڅې تعقیب کړئ، او په هره ممکنه بڼه د افغانستان له خلکو سره خپله همبستګي څرګنده کړئ.
نصیر احمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست
د ښاغلي نصیر احمد فایق لنډ ژوندلیک
ښاغلی نصیر احمد فایق د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر له ۱۶مې نېټې راهیسې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ د سرپرست (شارژدافیر) په توګه دنده ترسره کوي. نوموړی په دې دنده کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي او د عمومي اسامبلې، امنیت شورا او د ملګرو ملتونو د نورو مهمو ارګانونو په چوکاټ کې د استازولۍ تعاملات او فعالیتونه رهبري کوي.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلونونو وروسته، ښاغلي فایق د افغانستان د استازي په توګه په ملګرو ملتونو کې خپل فعالیت د افغانستان د ملي ګټو او د افغانانو د هیلو او ارمانونو سره سم دوام ورکړی دی. هغه په پرلهپسې توګه د افغانستان د ټولو اتباعو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، همدارنګه د قومي او مذهبي لږکیو او ځوانانو د اساسي حقونو او آزادیو د ملاتړ او بیا اعادې لپاره دادغوښتنه کړې ده. نوموړي له غړو هېوادونو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره په خپلو تعاملاتو کې د ټولشموله حکومتدارۍ، حسابورکونې، عدالت، د نړیوالو قوانینو د رعایت او د قانون د حاکمیت پر اهمیت ټینګار کړی دی.
ښاغلی فایق په ۲۰۱۹ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سره د وزیرمختار سلاکار په توګه یوځای شو، چې هلته یې د سیاسي چارو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اړوندو موضوعاتو د څارنې مسؤلیت درلود. نوموړی نږدې شل کلنه ډیپلوماتیکه تجربه لري او د خپل مسلکیتوب، ژمنتیا او د نړیوالې سولې او امنیت، بشري حقونو او څو اړخیزو همکاریو په برخو کې د فعال او دوامدار رول له امله پېژندل کېږي.
هغه خپله ډیپلوماتیکه دنده په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې پیل کړه. د خپلې دندې په موده کې یې ګڼ مهم او لوړپوړي مسؤلیتونه ترسره کړي، چې له هغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د دفتر سرپرست، د سیمهییزو همکاریو د عمومي ریاست مرستیال (په دوو دورو کې)، او په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ کې څو ډیپلوماتیک ماموریتونه یادولای شو.
ښاغلی فایق د کابل پوهنتون (۲۰۰۵) څخه د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس سند او د امریکا د نیوجرسي ایالت د فیرلي ډیکنسن پوهنتون (۲۰۱۰) څخه د ادارې، نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند لري.